کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اېمل ولي خان: د اشرف غني ماتې د پښتون قام ماتې ده
اېمل ولي خان

اېمل ولي خان: د اشرف غني ماتې د پښتون قام ماتې ده

د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ایالتي مشر اېمل ولي خان وايي، چې زه افغانستان ته ګاونډی ملک نه وایم، افغانستان زما د پلار نیکه وطن دی.

نوموړي دا خبرې د پښتون قامي جرګې ته کولې، چې په چارسده کې همدا اوس روانه ده. هغه په خپلو خبرو کې وویل: ((زه يو وړانديز لرم، موږ د لر پښتانه دې د ولسواليو په کچه‌ د افغانستان سره د همغږۍ او امن د قيام لپاره لاريونونه وکړو.))

اېمل ولي خان همدا راز وویل، چې ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غني په مېدان ولاړ دی، چغې وهي چې ما مړ کړئ خو وطن نه پرېږدم، د پښتون قام ټولې هیلې، اميدونه او مستقبل د ډاکټر اشرف غني صاحب سره تړلی دی.

هغه زیاته کړه، چې د اشرف غني صاحب ماتې د پښتون قام ماتې ده، که خدای مه کړه زه داسې سوچ وکړم چې اشرف غني صاحب به وطن پرېږدي، دا زما د غلام وجود د نور غلام کېدلو معنا لري.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې اېمل ولي خان په خپله هره غونډه کې د افغان حکومت او ولسمشر غني څخه د ملاتړ اعلان کړی دی او د طالبانو پر ضد کلکې څرګندونې هم کوي.

دا هم ولولئ

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه سمرسیټ لوبډلې وګټله

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د سمرسیټ او همپشایر لوبډلې سره …