کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ایپل د ماشومانو د خوندیتوب لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

ایپل د ماشومانو د خوندیتوب لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

د ځیرکو موبایلونو جوړونکې شرکت ایپل اعلان کړی چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره یې نوي د محرمیت فیچرونه یا ځانګړنې رامنځته کړي، چې په مرسته به یې د ناوړه عکسونو په لېږلو یا راتللو د هغوی والدین خبروي.

راپورونه وایي چې د ایپل نوی د محرمیت فیچر به لومړی په امریکا او له هغې وروسته د ټولې نړۍ لپاره د کارولو وړ وي. ایپل شرکت وایي چې دغه فیچر ددې لپاره رامنځته کوي ترڅو له ماشومانو ناوړه ګټه وانخیستل شي.

دغه شرکت زیاتوي کله چې ماشوم ته ناوړه عکس راشي یا یې ولېږي، نو په دې صورت کې به آیفون والدینو ته خبرداری ورکوي او په دې ډول به په اتومات ډول اړوند چارواکي هم خبرېږي.

ایپل مخکې وایي پر موبایل لینک شوو کورني اکونټونو استعمالوونکې والدین به هم په دې ډول موادو سره نوټیفکیشن ترلاسه کوي او که چېرته د ناوړه عکسونو د کتلو ټاکنه وکړي نو والدین به له وړاندې خبروي.

یاد شرکت زیاتوي که چېرته کوم ماشوم په غېر اخلاقي توګه د ناوړه عکسونو د لېږلو هڅه کوي، نو د مخنیوي لپاره یې هم نوی فیچر وړاندې کوي.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …