کورپاڼه / اسلام / د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به د زخم درملنه څه ډول کېده؟

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به د زخم درملنه څه ډول کېده؟

ابوحازم رضي الله عنه روایت کوي، چې د احد په جنګ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ مبارک زخمي شو، مخکې غاښ یې مات شو او د توري ټپ یې په سر کې جوړ شو، نو بي بي فاطمې رضي الله عنها وینه وینځله او علي رضي الله عنه به پر زخمونو اوبه اچولې.

کله چې فاطمې رضي الله عنها ولېدل چې وینه نه درېږي بلکې نوره هم ډېرېږي، نو لږه اندازه د انجروتو یا غونې بوټی یې راواخیست، ویې سوځاوه کله چې اېره شو نو په زخم یې کېښود، نو وینه ودرېده.

انجروت هغه بوټی دی چې اېره یې د وینې د درېدنې وړتیا لري او وینه وچوي. دغه راز سوخت هم نه کوي او که چېرته یې د پوزې وینې بهېدنې په صورت کې بوی کړل شي نو یاده ستونزه حلوي.

ابن سره پخپل کتاب قانون کې لیکي چې د انجروت بوټی وینه دروي او که چېرته په هغه تازه زخمونو وشېندل شي چې وینه ترې بهېږي نو وینه به یې ودرېږي.

په لرغونو زمانو کې به مصري کاغذ له انجروت بوټي څخه جوړېده. دغه بوټی وچ او سوړ طبیعت لري، د وینې درېدنې وړتیا لري او د چټلو زخمونو د ډېرېدو مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

ماشوم ته ولې په غوږ کې آذان کېږي؟

آذان یو داسې د حق غږ دی که چېرته په غور او فکر سره واورېدل …