هندي اداکاره نشرت بروچا د فلم د شوټنګ پرمهال د وینې د ټیټ فشار په سبب بې هوښه شوې او له هغې وروسته د ممبۍ هندوجا روغتون ته وړل شوې.
د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې اداکاره نشرت بروچا په دې ورځو کې د لو رنجن په لارښوونه په جوړېدونکې فلم کې په کار کولو بوخته ده.
راپور زیاتوي چې بروچا له تېرو څو ورځو راهیسې ناروغه ده او د اداکارې پر وینا چې هغه له څو ورځو راهیسې د کمزورۍ احساس کوي.
نوموړې زیاتوي چې ما فکر کاوه چې په یو څو ورځو کې به پخپله ښه شم، خو داسې ونه شول او د شوټنګ پرمهال مې سر وګرځېده او راولوېدم.
هغه مخکې وایي چې روغتون ته له تګ وروسته په ویلچیر کوټې وړل شوې. بل لوري ته ډاکترانو هغې ته د درملنې وروسته د ۱۵ ورځو د آرامه لارښوونه کړې.