کورپاڼه / خپلواک / نامتو سندرغاړې مېډونا خپلې (متيازې) څښلي
مېډونا

نامتو سندرغاړې مېډونا خپلې (متيازې) څښلي

خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): امريکايۍ نامتو سندرغاړې مېډونا يوه ويډيو خپره کړې، چې پکې ليدل کېږي هغه د سهار ٣ بجې په واورينو اوبو کې کېني او له هغه وروسته په يوه پياله کې څه څښي، چې وايي په واورينو اوبو کې تر ناستې وروسته متيازې څښل ډېر ګټور دي.

د نامتو امريکايۍ سندرغاړې مېډونا دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس کېږي. دغه ٦١ کلنه سندرغاړې چې اوس مهال د کنسرټونو لپاره په يوه سفر هم وتلې ده، تر څو د سندرو خپل نوى البم (ماډام اېکس) ته ډېر مينه وال پېدا کړي، چې دا د هغې ١٤م البم دى.

ميډونا په خپل انسټاګرام باندې سهار وختي دغه ويډيو خپره کړې ده، چې تراوسه پورې ډېرو زياتو خلکو کتلې ده او تبصرې يې پرې کړې دي.


په ويډيو کې ښکاره کېږي چې هغه د سهار ٣ بجې په واورينو اوبو کې کېني. هغه تر دغه واورينو اوبو مخکې سندرې وايي، نڅا کوي تر څو ورته ځان چمتو کړي، وروسته په هغه اوبو کې کېني، چې له واورې ډکې دي او تر دغه وروسته بيا هغه د ويډيو په اخر کې ښکاري، چې په پياله کې يو څه څښي، خو په ويډيو کې هغه وايي، چې د واورينو اوبو کې تر ناستې وروسته خپلې متيازې څښل ډېرې ګټورې دي.

د انډيا ټوډى ورځپاڼه وايي، چې ميډونا هغه سندرغاړې ده چې د ٦١ کالو په عمر کې يې هم نورې سندرغاړې تر شا پرېښې دي او په دې عمر کې هم د هغې وړتيا او چوستي تر چا کمه نه ده.

دوى په خپل راپور کې ليکي، چې ميډونا اوس هم په ټوله نړۍ کې د ځوانانو لپاره يوه ايډيل ده او ورځ تر بلې لا هم ځوانېږي. دوى همدا راز وايي، چې ميډونا په خپله وروستۍ ويډيو کې دغه خبره لا ښکاره کړې ده، چې هغه دومره سهار وختي په واورينو اوبو کې کېني او تر هغه وروسته بيا خپلې متيازې څښي.

همدا راز ويل کېږي چې دا لومړى ځل نه دى چې هغې خپلې متيازې څښلي دي، بل لوري ته د انګلستان مشهورې اداکارې سارا ملس هم دا خبره کړې ده، چې هغه د ځينو شيانو لپاره د خپلو متيازو څخه ګټه اخلي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …