کورپاڼه / سياست او روانې چارې / طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته ورخوشې کړې
کمال خان بند

طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران ته ورخوشې کړې

په نیمروز ولایت کې له سختې جګړې وروسته طالبانو د کمال خان بند اوبه ایران هېواد ته ورخوشې کړې دي، دغه بند په دې وروستیو کې جوړ شوی و، چې ولسمشر غني یې پرانیسته کړې وه.

سیحون نیوز په خپل یو خبر کې لیکلي دي، چې دوی ته د طالبانو یوې نږدې سرچینې ویلي دي، چې: ((طالبانو یاده کړنه د ایران دولت په غوښتنه ترسره کړې.))

د سیحون په خبر کې زیاته شوې ده: ((د نیمروز ولایت امنیتي سرچینې وایي، چې د کمال خان بند سیمه د دولت تر حاکمیت لاندې ده؛ خو طالبانو د یاد ولایت مرکز زرنج ښار کې د اوبو هغه موانع، چې ایران څخه یې د اوبو جریان راګرځولی و، خلاصې کړې او د ایران په لوري یې د اوبو جریان فعال کړی.))

د یادولو وړ ده چې د کمال خان بند په هېواد کې یو له سترو پروژو او لاسته راوړنو څخه و، چې له امله یې افغانستان د ایران څخه خپلې اوبه راګرځولې وې.

ولسمشر غني د دغه بند د پرانیستې پر مهال ایران ته په خپله وېنا کې ویلي و، چې اوبه ورکوي، خو په بدل کې به یې تېل یا بل کوم شی ورکوي. د دغه بند له جوړېدو وروسته د ایران ځینو سیمې له وچکالۍ سره مخ شوې وې او خلکو یې د حکومت پر ضد احتجاجونه هم کړي و.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …