کورپاڼه / روغتيا / هغه ماشومان چې تر کوره پورې محدود وي، د نظر له کمزورۍ سره مخ کېږي

هغه ماشومان چې تر کوره پورې محدود وي، د نظر له کمزورۍ سره مخ کېږي

د کورونا وایروس په سبب د رامنځته شوي ګرځبندیز پرمهال چې ښوونځي بند شوي او ماشومان تر کورونو پورې محدود پاتې، نو ډېر وخت د سکرین ترمخ تېروي یا ګیمونه کوي چې په سبب یې نظر کمزوری کېږي.

په ماشومانو د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د ګرځبندیز پرمهال هغه ماشومان چې تر کوره پورې محدود وي، د نظر له کمزورې سره مخ کېږي.

څېړونکې وایي چې ماشومان ځکه د نظر له کمزورۍ سره مخ کېږي، چې تر ډېره تلویزون ته ناست وي یا ویډیویي ګیمونه کوي.

د څېړنې مرکزي لیکوال وایي چې د څېړنو له لومړنیو پایلو څخه یادې نتیجې لاسته راغلي او په دې دور کې د نظر کمزوري تر ډېره حده پورې زیات وي او په دې تړاو اړوند اقداماتو ته اړتیا ده.

څېړونکې وایي چې له کوره بهر نه وتل او په کور کې تلویزون، کمپیوټر او د ویډیویي ګیمونو په استمعال سره ماشومان د نظر له کمزورۍ سره مخ کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …