کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د خپلو کاروونکو اوږدمهاله ستونزه آسانه کړه

ګوګل د خپلو کاروونکو اوږدمهاله ستونزه آسانه کړه

د ټیکنالوژۍ ترټولو مشهور شرکت ګوګل د کاروونکو هغه اوږدمهاله ستونزه آسانه کړه، چې د نوي اپلیکیشن د پرانیستلو پرمهال له (ترډ پارټي) ساین ان سره مخ کېږي.

د ګوګل په مرسته د اپلیکیشن استعمالونکې ډېر کاروونکي، کله چې کوم نوی اپلیکیشن پرانېزي نو د (ترډ پارټي) له ساین ان اپشن سره ضرور مخ کېږي.

په دې سره کاروونکې د پاسورډ د یادولو له جنجال څخه خلاصېږي او ایمیل، فیسبوک یا د ټویټر په مرسته پرانیستل کېږي. خو ځینې کسان بیا له ستونزو مخ کېږي، خو اوسمهال ګوګل دغه ستونزه یو څه آسانه کړې.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ګوګل د خپلو کاروونکو اوږدمهاله ستونزه آسانه کړې ده او د (ګوګل پېژندنې خدمتونه) په نوم ماډل یې رامنځته کړی او په هغې کې د یو ځل تصدیق کول اضافه شوي.

راپور زیاتوي چې دغه فیچر به د اندراید کاروونکو لپاره د لاسرسي وړ وي او پر موبایل به یې (ون ټایپ پرومپټ) څرګند شي او د ډیسکټاپ کاروونکي په سیده ډول پاس وویني

دا هم ولولئ

څه ډول د ځمکې له مخې د ډیناسور نسل ختم شو؟

ساینسپوهان په دې نظر دي چې له نن څخه شپېته میلونه کاله وړاندې کله چې …