کورپاڼه / د لوبو راپورونه / له ۳ پرلپسې ماتو وروسته اسټرالیا بنګله دېش ته ماتې ورکړه
بنګله دېش او اسټرالیا

له ۳ پرلپسې ماتو وروسته اسټرالیا بنګله دېش ته ماتې ورکړه

اسټرالیا د بنګله دېش له لاسه د ۳ پرلپسې ماتو خوړلو وروسته په څلورمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ یې له لاسه وتلې ده.

د بنګله دېش او اسټرالیا ترمنځ څلورمه نړیواله شل اوریزه لوبه په ډهاکه کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې بنګله دېش پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

بنګله دېش په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې محمد نایم ۲۸، مهدي حسن ۲۳ او عفیف حسین ۲۰ منډې وکړې. د اسټرالیا له خوا میچل سويپسون او انډري ټای ۳-۳ او جوش هازلووډ ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۰۵ منډو هدف د اسټرالیا لوبډلې په ۱۹ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۳ ویکټو په توپیر یې په څلورمه لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا ډان کریسچین ۳۹ او اشټون اګر ۲۷ منډې وکړې. د بنګله دېش له خوا مهدي حسن او مستفیظ الرحمان ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه میچل سویپسون ترلاسه کړه.

د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ بنګله دېش په ۳-۱ سره ګټلې ده. د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د اګست په ۹مه نېټه په ډهاکه کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …