کورپاڼه / سياست او روانې چارې / محسن داوړ: د افغانستان اساسي قانون د نړۍ په کچه تر ټولو اسلامي دی
محسن داوړ

محسن داوړ: د افغانستان اساسي قانون د نړۍ په کچه تر ټولو اسلامي دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر، ملتپال سیاستوال او د پاکستان د پارلمان غړی محسن داوړ وايي، چې د افغانستان اساسي قانون د نړۍ په کچه اسلامي قانون دی.

نوموړي چې نن یې په چارسده کې د پښتون قامي جرګې ته وېنا کوله، په خپلو خبرو کې یې وویل: ((د ترهګرو طالبانو پر وړاندې باید د افغانستان د منتخب حکومت او ولسمشر غني کلک او رښتینی ملاتړ وشي.))

هغه دا هم وویل، چې طالبان فریق نه دی او که څوک یې فریق ګڼي، نو د هغوی بیا په مسئله باندې سر نه دی خلاص. هغه وویل، کوم خلک چې په پاکستان کې جمهوریت غواړي، هغوی باید په افغانستان کې هم د جمهوریت ملاتړ وکړي.

محسن داوړ وویل، چې ولسمشر غني، مخکې حامد کرزی او راتلونکي کې که هر څوک راځي، دا خلک د خلکو په رایه راغلي دي او دوی د افغان حکومت ملاتړ کوي او ټول خلک باید په نره د افغانستان د جمهوریت سره ودرېږي.

نوموړي وویل، چې د طالبانو سره اوس د جنګ جواز ختم شوی دی، دوی شل کاله له دې وجې جنګ وکړ، چې امریکا راغلې ده، خو اوس امریکا هم نشته، طالب نه مخکې د جنګ جواز درلود او نه یې اوس لري.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …