کورپاڼه / هنر او کلتور / جینیفر اینسټن له هغه ټولو کسانو سره اړیکې ختمې کړې، چې د کورونا ضد واکسین یې نه دي کړي
جینیفر اینسټن

جینیفر اینسټن له هغه ټولو کسانو سره اړیکې ختمې کړې، چې د کورونا ضد واکسین یې نه دي کړي

د هالیووډ فلمونو مشهورې اداکارې جینیفر اینسټن وايي، چې هغه کسان چې د کورونا ضد واکسین یې نه دي کړي، دې هم ورسره خپلې اړیکې ختمې کړې دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د امریکا مشهورې اداکارې جینیفر اینسټن په ټولنیزو رسنیو کې په خپل یو پوسټ کې اعلان کړی دی، چې له هغه خلکو سره اړیکې ختموي، چې د کورونا ضد واکسین یې نه دي کړي.

نوموړې په خپل پوسټ کې لیکلي دي، چې د کورونا د نړیوالې وبا څخه د ځان ساتلو لپاره د کورونا ضد واکسین لازمي دي او هر چا چې دا واکسین نه دي کړي، هغه هم ورسره خپلې اړیکې ختموي.

په نوموړې له دې اعلان وروسته ډېری خلکو سختې نیوکې هم کړې دي، خو هغه وايي چې د هیچا د نیوکو پروا نه لري او اوس هم په خپله پرېکړه باندې ولاړه ده.

جینیفر اینسټن له یوې رسنۍ سره په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې موږ باید نړۍ خوندي او د کورونا د خپرېدو مخه ونیسو، د دې لپاره پکار ده چې موږ داسې پرېکړو وکړو، چې هغه خلک چې د کورونا ضد واکسین نه کوي، چې هغوی مجبوره شي او دا واکسین وکړي.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …