کورپاڼه / روغتيا / ایا کورونا واکسین د نارینه و د شنډېدو سبب کېږي؟
کورونا واکسین

ایا کورونا واکسین د نارینه و د شنډېدو سبب کېږي؟

په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرېږي، چې د کورونا ضد واکسین نه یوازې دا چې ښځې شنډوي، بلکې دا نارینه هم شنډوي او له واکسین وروسته بیا د داسې ښځو یا نارینه و اولادونه نه زېږي، خو ساینسپوهان دا یوازې اوازه ګڼي.

هغه کسان چې دا اوازې یې خپرې کړې دي، که څه هم دوی دا ادعا کوي، چې دوی دا ثابتولی شي، چې کورونا واکسین ښځې شنډوي، خو ساینسپوهان وايي، چې دوی له اوازو خپرولو پرته بل څه نه دي کړي. واکسین چې د کورونا ویروس پر ضد انټي باډیز جوړوي، د دغه ویروس پر ضد کار کوي.

د جرمني د ژینا پوهنتون څېړونکو اوډو مارکیرټ او ایکیهارډ شلویسنر د دې اوازو په اړه په خپلو خبرو کې ویلي دي، که چېرته دا خبره رښتیا ومنل شي، چې د کورونا واکسین ښځې شنډوي، نو بیا باید دا هم ومنو، چې په اصل کې د کورونا ویروس ښځې شنډوي، ځکه چې د واکسین او ویروس دواړو په حالت کې د بدن مدافعتي نظام یو ډول انټي باډیز جوړوي.

دغه څېړونکو ښځو ته لارښوونه کړې ده، چې په داسې هېڅ اوازو باندې دې باور نه کوي او د کورونا څخه د خوندیتوب لپاره دې واکسین وکړي.

بلخوا په امریکا کې په ۴۵ نارینه و باندې څېړنه شوې ده او د هغوی له واکسین مخکې او وروسته حالت جایزه اخیستل شوې ده، خو د هغوی د تولیدي روغتیا په برخه کې هېڅ بدلون نه دی لیدل شوی. دغه څېړنه په میامي پوهنتون کې شوې ده او پروفېسر رامازمی ویلي دي، چې د کورونا واکسین په اړه دا اوازه چې د نارینه و د شنډېدو سبب کېږي، دروغ ده، خو د کورونا ویروس له امله په تولیدي روغتیا باندې بد تاثیرات حتماً پرېوزي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …