کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستاني لیکوال د پاکستانیانو او حکومت اصلي څهره بربنډه کړه
پاکستان

پاکستاني لیکوال د پاکستانیانو او حکومت اصلي څهره بربنډه کړه

د پاکستان مشهور لیکوال انور مقصود په خپل یو پوسټ کې د پاکستانیانو د فکر او د پاکستان د حکومت هغه څهره بربنډه کړه، چې دوی یې تل د خپل ځان دوکه کولو لپاره پټه ساتي.

نوموړي په خپل یو ټویټ کې ویلي دي: ((لکه څنګه چې اسامه په ایبټ اباد کې موجود نه و، بلکې ډېر کلونه مخکې مړ شوی و، د اجمل قصاب په نوم کس پاکستانی نه و، په ملاله باندې برید ډرامه وه، د کارګل جنګ موږ ګټلی و خو د نواز شریف له وجې مو وبایلله، بالکل همداسې، په افغانستان کې طالبان زموږ لپاره جنګېږي او موږ په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوو.))


انور مقصود په خپل دې ټویټ کې یو شمېر مشهورو پېښو ته اشاره کړې ده او له هغه وروسته یې بیا په افغانستان کې د پاکستان په کردار باندې خبرې کړې دي.

اسامه چې د پاکستان په ایبټ اباد کې امریکا و ژ لی و، په پاکستان کې دا فکر عام شوی و، چې هغه خو ډېر پخوا مړ شوی دی، همدا راز پاکستان د اجمل قصاب له هویت څخه هم انکار کړی و.

وروسته بیا کله چې طالبانو په ملاله یوسفزۍ برید وکړ، نو پاکستانو دا برید یوه ډرامه یاده کړه، همدا راز کله چې په ۱۹۹۹ کال کې هند پاکستان ته په کارګل کې ماته ورکړه، نو پاکستان کې دا فکر خپور شو، چې جنګ خو دوی ګټلی و، خو د نواز شریف له وجې دوی جنګ وبایلله.

انور مقصود لیکي، چې همداسې کیسه اوس هم روانه ده، پاکستان یو خوا دا وايي، چې طالبان زموږ خلک دي او په افغانستان کې د پاکستان جنګ کوي، خو بل خوا موږ دا ډرامه هم کوو، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هڅې کوي، چې دا دواړه کارونه په یو وخت کې نه شي کېدای.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …