کورپاڼه / جالب / دوه تنه مسافر چې بوټان یې نه پر پښو کول له الوتکې ښکته شول

دوه تنه مسافر چې بوټان یې نه پر پښو کول له الوتکې ښکته شول

د ایزي جیټ الوتنې کارمندانو په هغه دوه تنه تور پوستو پسې پولیس راوبلل، چې د الوتنې پرمهال یې د بوټانو له پښو کولو څخه انکار وکړ، چې بیا یې له الوتکې ښکته کړل او نورو مسافرو لاریون وکړ.

د دی سن د راپور له مخې ویل کېږي، چې پیښه د لندن ګیټ وی پر هوایي ډګر کې شوې. دواړه تور پوستي په بېړني توګه د وتلو په کتار کې ناست وو، خو بوټان یې ایستلي وو، نو کارمندانو له هغوی وغوښتل چې خپل بوټان پر پښو کړي، ترڅو په بیړني حالت کې سمدستي بهر ووتلی شي.

هغوی نه غوښتل چې بوټان پر پښو کړي، چې بیا د کارمندانو او هغوی ترمنځ بحث او جنجال رامنځته شو، چې بیا کارمندانو په هغې پسې پولیس راوغوښتل.

کله چې پولیس راغلل، دواړه مسافر یې له الوتکې ښکته کړل، خو نورو مسافرو بیا په کارمندانو تور پورې کړ، چې له مسافرو یې بد چلند وکړ او هغوی کومه تېروتنه نه وه کړې.

دغه راز نورو مسافرو غوښتنه وکړه چې د الوتکې کارمندنې دې بدلې کړي او شرکت یې د کارمندو بدلولو ته اړ کړ او الوتنه تر دوو ساعتونو پورې وځنډېده.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي ولې تړل شوی دی؟

د هند کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر ویرات کوهلي یو داسې عکس په دې ورځو …