کورپاڼه / جالب / ویرات کوهلي ته د (دی کپل شرما) د یوې برخې کتل په (۳۰۰) زره تمام شوی

ویرات کوهلي ته د (دی کپل شرما) د یوې برخې کتل په (۳۰۰) زره تمام شوی

د هند مشهوره کومیډي خپرونه (دی کپل شرما شو) چې نه یوازې په هند بلکې په ټوله نړۍ کې ډېر مینوال لري، خو پوښتنه داده که چېرته تاسې ته د یوې خپرونې کتل په درې سوه زره هندي روپیو تمام شي نو څه وبه شي؟

هو، دا بالکل رښتیا او تاسې به ددې خبرې په اورېدو ډېر حیران شئ، چې د هند کپتان او مخکښ لوبغاړي ویرات کوهلي ته یوه خپرونه په درې سوه زره هندي روپیو تمامه شوه او دا کېسه د هغه وخت ده کله چې یاده خپرونه د (کومیډي نایټس شو) په نوم خپرېده.

ویرات کوهلي د یادې خپرونې یوې برخې لپاره بلل شوی و، چېرته چې هغه له خپل ځان سره د واقع شوې حیرانوونکې پېښې په اړه خبرې وکړې.

هغه کپل شرما ته وویل چې د هند ټوله لوبډله د هغه مینوال دي او خپرونه یې ګوري. ویرات کوهلي زیاتوي چې هغه یو ځل د سریلانکا په هوایي ډګر د الوتنې لپاره په تمه و. بل کار نه و نو غوږۍ یې راواخیستې او د کومیډي شو یې کتله. هلته وای فای نه وه او په ناخبرۍ یې د هند تري جي سلولر نیټ ورک باندې وکتله.

هغه وایي چې یو ساعت وروسته یې له هنده ورور ورته وواهه چې څه شی کوې، هغه ورته په ځواب کې وویل چې الوتنې ته په تمه دی، ورور یې ورته وویل چې ستا په موبایل درې سوه زره بیل راغلی. کوهلي زیاتوي چې له هغې وروسته پوه شوم، چې په بل هیواد کې خپله ډیټا استعمالوم او له نړیوالو رومینګ خدمتونو څخه ګټه اخلم.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …