کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د څلورمې ورځې پای؛ هند په ۹ ویکټو ۱۵۷ ته اړتیا لري

د څلورمې ورځې پای؛ هند په ۹ ویکټو ۱۵۷ ته اړتیا لري

د هند او انګستان ترمنځ د پنځو ټیسټ لوبو لومړنۍ لوبه په وروستیو شېبو کې ده او د څلور ورځې په پای ته رسېدو سره هندۍ لوبډله په ۹ ویکټو ۱۵۷ منډو ته اړتیا لري.

د هند او انګستان ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه د انګلستان په کوربتوب په ټرینټ برج کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

انګلستانۍ لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د هند د توپ اچونې پر وړاندې ښه ونه ځلېده، ۶۵.۴ اورونه یې ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۸۳ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې جی روټ ۶۴، جوني بیرسټو ۲۹ او سام کرن ۲۷ منډې وکړې.

د هند له لورې په توپ اچونه کې جسپریټ بومرا څلور، محمد شامي درې، شردل ټاکور دوه او محمد سراج بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه. هند د انګلستان ۱۸۳ منډو پر وړاندې په دریمه ورځ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې روهیټ شرما ۳۶ او راهول په ۸۴، رویندر جدیجا ۵۶ منډې وکړې. د انګلستان له لورې جیمس اندرسن څلور او روبینسن پنځه ویکټې واخیستې.

انګلستان پخپله دویمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۳ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې جی روټ ۱۰۹، سام کرن ۳۲ او جوني بیرسټو ۳۰ منډې وکړې. د هند لخوا جسپریټ بومرا ۵، محمد سراج او شردل ټاکور ۲-۲ او محمد شامي یوه ویکټه واخیسته.

هند د ۲۰۹ منډو په تعقیب ۵۲ منډې جوړې کړي، یو لوبغاړی یې سوځېدلی او نن ورځ به د پاتې هدف په پوره کولو پسې بیا توپ وهنه وکړي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …