کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستانی ملا: سند (پاکستان) کې یو ملا خپل لمر او سپوږمۍ جوړ کړي و، د شپې چې به یې لمر پورته کړ، ټوله سیمه به رڼا شوه
مولانا مینګل

پاکستانی ملا: سند (پاکستان) کې یو ملا خپل لمر او سپوږمۍ جوړ کړي و، د شپې چې به یې لمر پورته کړ، ټوله سیمه به رڼا شوه

د پاکستان یو ملا وايي، ساینسپوهان چې اوس د ساینس کومې الې لري، دا الې یو نیم زر کاله مخکې ملایانو لرلې، هغه وايي چې په سند کې یو ملا و، هغه خپل لمر او سپوږمۍ جوړ کړي و، کله چې به یې لمر د شپې پورته کړ، نو ټول ایالت به یې رڼا کړ.

دا پاکستانی ملا منظور مینګل نومېږي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعال دی او هره ورځ د هغه تقریرونه او وېناوې په یوټیوب او فېسبوکپاڼو کې خپرول کېږي.

هغه په خپله یوه تازه ویډیو کې وايي: ((… دا خلک سپوږمۍ ته اوس ختلي، دوی د موسم په اړه معلومات تاسې ته اوس درکوي، خو په خدای قسم چې له نن څخه یو نیم زر کاله مخکې زموږ ملایانو سره دا الې وې.))

هغه زیاتوي: ((په ملایانو د خدای غضب راغی چې خپل دا ساینس یې پرېښود. زموږ د ساینس او فلسفې کتابونه دې انګرېزانو پټ کړي، د مسلمانانو بې اتفاقۍ له وجې دا ټول ساینس انګرېزانو زموږ نه پټ کړ، د دوی پلار هم په ساینس نه پوهېږي، دا ټول ساینس زموږ و.))

مولانا مینګل په خپله ویډیو کې مخکې وايي: ((ستاسې په دې سند (پاکستان) کې یو ملا و، هغه خپل لمر او خپله سپوږمۍ جوړ کړي و. د شپې چې به کله لمر ښکته شو، نو هغه به بټن ووهله او د هغه لمر به راپورته شو، په ټول سند کې به رڼا خپره شوه.))

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …