کورپاڼه / بېلا بېل / پر ماشومانو چیغې وهل او په لوړ غږ ورسره خبرې کول، څه زیان لري؟

پر ماشومانو چیغې وهل او په لوړ غږ ورسره خبرې کول، څه زیان لري؟

دا خبره ډېره مشهوره ده، هغه شخص چې په لوړ غږ او چیغو سره خبرې کوي، هغوی د کمزوري شخصیت څښتنان وي، دا ډول خلک دلیل نه لري او په لوړ غږ خپلې کمزورۍ او نیمګړتیاوې پټوي.

په دې ډول هغه کسان چې پر ماشومانو غوسې کوي یا په لوړ غږ ورسره خبرې کوي، دا یوه داسې پخوانۍ او دودیزه طریقه ده چې مثبتې پایلې نه لري، بلکې رواني ستونزې زېږوي.

نو اړینه ده چې له ماشومانو سره له دا ډول چلند څخه ډډه وکړو، ترڅو د هغوی دننه چال، چلند ښه شي. رواني ډاکتران هم لارښوونه کوي چې له ماشومانو سره دې سخت چلند او په لوړ غږ خبرې ونه شي او له زیانونو څخه یې د ژغورلو طریقه هم ښودلې ده.

کله چې والدین پر ماشومانو چیغې وهي، نو په همدې سبب هغوی تل د ماشومتوب بدې خاطرې یادوي او په ځان باور له لاسه ورکوي. دغه راز پر ماشوم چیغې وهل نه یوازې د هغوی کورنی ژوند اغېزمنوي، بلکې له کوره بهر هم له ستونزو سره مخ کېږي.

که چېرته کوم ماشوم تېروتنه وکړي، نو د غوسې پرځای ورسره په آرامه خبرې وکړئ او هڅه وکړئ چې ولې یې تېروتنه کړې ده او دا ترټولو غوره طریقه ده. له وهلو ډډه وکړئ، بخښنه غوښتل دود وګرځوئ او خبرداری ورکړئ چې له بخښنې غوښتلو وروسته بیا ورته تېروتنه ترسره نه کړي.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …