کورپاڼه / خبرونه / عمان نړيوال جام ته د چمتوالي په هدف هندي لوبغاړو سره لوبې کوي
عمان

عمان نړيوال جام ته د چمتوالي په هدف هندي لوبغاړو سره لوبې کوي

د روان ۲۰۲۱ کال اکټوبر مياشت پر اوولسمه نېټه پيلېدونکي نړيوال جام ته د چمتوالي په هدف عمان کرکټ بورډ د ممبۍ له لوبډلې سره لوبې برابري کړي دي.

عمان چي د ۲۰۲۰ کال له مارچ میاشتې وروسته شل اوریزه سیالۍ نه دي ترسره کړي اوس د ممبۍ ايالت له کرکټ مسولينو سره په دې مصروف دي چې ورسره په خپل کوربتوب شل اوریزه سیالۍ وکړي، په دې تړاو دواړه ډلې تر ډېره هوکړې ته رسېدلي دي.

بلخوا بيا ممبۍ هم د ای پي ایل ليګ د پاتې لوبو لپاره د چمتوالي په هدف دغه لوبو ته زړه ښه کړی کومې چې راتلونکې مياشت په نولسمه نېټه په عربي اماراتو کي پيليږي.

د نړيوال جام په لومړي پړاو (First Round) کې سريلانکا، بنګلدیش، ايرلينډ، نيدرلينډ، سکاټلينډ، نميبيا، عمان او پاپو نيو ګينيا په دوه ګروپونو کي د اکټوبر په اوولسمه نېټه لوبي پيلوي.

د سوپر دوولس پړاو سيالۍ بيا د همدې اکټوبر مياشت په څلورويشتمه نېټه پيليږي، چې افغانستان له هند او پاکستان سره په ګروپ کې یو ځای دی.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …