کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوې ایموجیان رامنځته کړي

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوې ایموجیان رامنځته کړي

په نړیواله کچه د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن، وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوې ایموجیانې رامنځته کړي.

د ټولنیزو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ایموجیانو په حواله ویبپاڼې (ایموجي پیډیا) په دې وروستیو کې اعلان کړی دی، چې ایپل د خپل اپریټینګ سیستم (iOS 14.5) په نوي اپډیټ کې ګڼ شمېر نوي ایموجیانې رامنځته کړي.

وټساپ دغه نوې ایموجیانې د خپلو کاروونکو لپاره د اندراید په نوي اپډیټ کې (2.21.16.10) رامنځته کړي او اوسمهال د اندراید کاروونکې کولی شي چې د ایپل نوې ایموجیانې خپل ملګرو ته واستوي او خپل احساسات څرګند کړئ.

راپور زیاتوي چې د وټساپ دغه نوي ایموجیانې په لاندني سکرین شاټ کې د بېلګې په توګه لېدلی شئ، چې له مخې یې د ایفون نوې ایموجیان لېدلی شو.

د وټساپ اداره وایي چې دغه نوې ایموجانې له نن څخه وروسته د ټولو کاروونکو لپاره د استفادې وړ دی، خو ددې لپاره باید خپل اپلیکیشن اپډیټ کړئ.

دا هم ولولئ

د لمریز نظام ترټولو لېرې او کوچني سیاره وموندل شوه

دا یوه کوچنۍ سیاره ده چې قطر یې یوازې د ۴۰۰ کیلومیترو په شاوخوا کې …