کورپاڼه / خپلواک / شهزاد په توپوهنه کې ناکامه او لوبډله يې له ماتې سره مخ شوه
محمد شهزاد

شهزاد په توپوهنه کې ناکامه او لوبډله يې له ماتې سره مخ شوه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): محمد شهزاد او ظاهر خان په نننۍ لوبه کې کومه لاسته راوړنه نه درلوده، همدا راز ډيکن ګليډيټرز په نننۍ لوبه کې له ناردرن واريرز لوبډلې هم ماته وخوړه.

د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په سوپر ليګ ٢١مه لوبه کې د ناردرن واريرز او ډيکن ګليډيټرز لوبډلې مخ شوې، چې لومړى پچه د ناردرن واريرز لوبډلې وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

ناردرن واريرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې لينډل سيمونز ٧٠ او نيکولاس پوران ١٣ منډې وکړې.

دا هم ولولئ:

محمد شهزاد هيله ښکاره کړې چې ژر به ملي لوبډلې ته بېرته راشي

محمد شهزاد د توپاني توپوهنې پر مټ خپله لوبډله بريالۍ کړه

رحمان الله ګربز به د شهزاد تشه ډکه کړي؟

د ډيکن ګليډيټرز له لوري بين کټينګ او ظهور خان ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ظاهر خان بيا ٢ اورونه ترسره کړل چې ٢٧ منډې يې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٠٨ منډو د هدف په تعقيب کې د ډيکن ګليډيټرز د پيل توپوهونکى محمد شهزاد په ١ منډه وسوځېده، هغه په ٦ توپونو يوازې ١ منډه ترلاسه کړه. شين واټسن بيا په زړه پورې توپوهنه ترسره او په ٣٥ توپونو يې ٧٥ ناسوځېدلې منډې وکړې خو خپله لوبډله يې بريا ته ونه رسولاى شوه.

ډيکن ګليډيټرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٩٧ منډې وکړې چې په ١٠ ويکټو يې له ناردرن واريرز لوبډلې څخه ماته وخوړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه لينډل سيمونز ته ورکړل شوه.

همدا راز په يوه بله لوبه کې مراټا عربينز او ډيلي بولز لوبډلې مخامخ شوې، چې مراټا عربينز په ٣٠ منډو پکې بريا خپله کړه. د مراټا عربينز لوبډله کې حضرت الله ځاځي ١٤ منډې ترلاسه کړې او نجيب الله ځدراڼ په صفر وسوځېده. محمد نبي بيا د ډيلي بولز لپاره دوه اورونه ترسره کړل چې ٣٦ منډې يې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …