کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / کين سټورټ ويليمسن له نن څخه يو دېرش کاله وړاندي د اګست په اتمه نېټه زېږېدلی

کين سټورټ ويليمسن له نن څخه يو دېرش کاله وړاندي د اګست په اتمه نېټه زېږېدلی

د نيوزيلنډ کرکټ ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر سټورټ ويليمسن نن د يو دېرش کلنو سو او نن د اګست اتمه نېټه يې د زيږېدو نېټې سره برابره ده.

ويليمسن د نيوزيلنډ لپاره په ۲۰۱۱، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۹ پنځوس اوريزه ۲۰۱۲، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ شل اوریزه نړیوال جامونو کي لوبي ترسره کړي دي او يو ځل يې ۲۰۱۹ پنځوس اوريزه نړيوال جام کي هيواد پايلوبي ته ايستلی دی.

سټورټ ويليمسن په نړيوالو شل اوريزو سياليو کي ۳۱.۶۶ يوه ورځنيو کي ۴۷.۴۸ ټيسټ لوبو کي ۵۳.۹۵ اوسط سره د خپل هيواد په ګټه منډي جوړي کړي دي.

دا نيوزيلنډی لوبغاړی اووه دېرش نړيوالي سليزي او پنځه اتيا نيمه سليزي د خپل کرکټ په تاريخ کي لري چي ټيسټ يوه لوبه کي يې ۲۵۱ لوړي منډي يوه ورځنۍ کي ۱۴۸ او شل اوریزه کي ۹۵ لري.

ده تر اوسه خپل هيواد ته يو جام ګټلی دی چي د ۲۰۲۱ کال په جون مياشت کي د هند په وړاندي د ټيسټ اتلوليو پايلوبه وه.

کين سټورټ ويليمسن پنځه فوټه اته اينچه ۱.۷۳ ميتره قد لري چي نن ورځ د ۳۱ کلنو سو.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …