کورپاڼه / روغتيا / څه وکړو، یوازې غوښه وخورو او که سبزیجات؟

څه وکړو، یوازې غوښه وخورو او که سبزیجات؟

هغه کسان، چې یوازې سبزیجات خوري هغوی ته سبزي خور یا ویجیټیرین ویل کېږي. دوی له غوښې ګټه نه اخلي، خو هګۍ، وطني غوړي او له شېدو ګټه پورته کوي.

له یوې نوې څېړنې څخه موندل شوې چې سبزي خوري د روغتیا لپاره ګټور تمامېږي او هغه کسان چې دغه عادت لري د زړه او سرطان د ناروغیو خطر کم وي، خو په مجموعي ډول یې د مړینې په خطر کې ډېر توپیر نه رامنځته کوي.

که چېرته په واضح تورو سره ووایو، نو په سبزي خورۍ سره عمر نه اوږدېږي، بلکې د صحت ژوند سبب کېدلی شي. خو که چېرته په خوراکي کوم څه ډېر یا لږ شي نو زیانمن تمامېدلی شي.

دال او سبزیجات د غوښې په څېر هغه غذایي توکي دي، چې د ښې روغتیا لپاره ورته ډېره اړتیا وي. بل لوري ته غوښه د انسان بدن لپاره د اړتیا وړ اوسپنه برابروي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې هګۍ، شنه سبزیجات او دال هم اوسپنه لري، خو دغه اوسپنه په سم ډول نه جذبېږي، بلکې د غوښې اوسپنه په ښه ډول سره جذبېږي، نو اړینه ده چې دواړه په اعتدال سره استعمال کړو.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …