کورپاڼه / جالب / هغه ښاپېرک یا آسمان څکالي چې خپلې مړینې ۱۲۰۰ کیلو میتره لېرې یوړ

هغه ښاپېرک یا آسمان څکالي چې خپلې مړینې ۱۲۰۰ کیلو میتره لېرې یوړ

هغه ښاپېرک یا آسمان څکالی چې له لندن څخه یې تر روسیې پورې له ۱۲۰۰ کیلو میترو څخه ډېر سفر کړی و، بالاخره د یوې پېښو ښکار شو.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه آسمان څکالي خپل سفر له لندن څخه پیل کړی و او له ۱۲۵۴ کیلومیتره سفر کولو څخه وروسته روسیې ته ورسېده، چې بیا هلته د یوې پېشو ښکار وګرځېده.

راپور زیاتوي چې دغه ښاپېرک د جولایۍ په ۳۰ نیټه د روسیې د یو کوچني کلي مولګینو څخه په زخمي حالت کې ترلاسه شوی و، چېرته چې د یوې پېشو ښکار شوی او تر ډېره ژوندی پاتې نه شو.

راپورونه وایي چې دغه ښاپېرک د ډېر سفر په کولو سره ترټولو اوږد سفر وکړ او په دې برخه کې یې ریکارډ جوړ کړ، پایله یې ډېره خطرناکه وه.

د آسمان څکالو د خوندیتوب ادارې مشر وایي چې:(( دا ډېر د پام وړ سفر و، چې له لندن څخه پیل او په روس کې پای ته ورسېد، له رضاکارانو او څېړنو څخه مننه چې په دې څېړنه کې یې ګډون کړی و.))

د ښاپېرکیو یا آسمان څکالو په اړه ویل کېږي چې د ګرمۍ په موسم کې له خیتځ یا لویډیځې اروپا څخه د بریتانیې پر لور هجرت کوي.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …