کورپاڼه / بېلا بېل / سعودي عربستان د عمرې اجازت نامې په اړه وضاحت ور کړ

سعودي عربستان د عمرې اجازت نامې په اړه وضاحت ور کړ

سعودي عربستان، په ټولنیزو رسنیو د عمرې اجازت نامې په اړه د خپرو شوو جعلي خبرونه په اړه وضاحت ور کړ.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په ټولنیزو رسنیو ځینې خلک آوازې خپروي، چې د کورونا واکسین کوونکي مسجد الحرام ته د لمونځ لولو او عمره کولو لپاره له اجازت نامې استثناء ګرځېدلي.

راپور زیاتوي چې د حرمین شریفین ادارې په دغه ډول آوازو غبرګون ښودلی او هغه راپورونه یې رد کړي چې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي.

په دې اړه یاده اداره وایي چې دا خبره هیڅ حقیقت نه لري چې د کورونا واکسین دوه ډوزه کوونکې کسان به له اجازت نامې استثناء وي، بلکې پر فیسبوک، وټساپ او نورو رسنیو ورته خپاره شي راپورونه بې بنسټه دي.

دغه اداره زیاتوي چې ددې لپاره چې په مکه معظمه کې زیارت کوونکې تنظیم یا منظم کړي، نو اړینه ده چې له توکلنا او اعتمرنا اپلیکیشن څخه اجازت نامې ترلاسه شي، که داسې ونه شي نو هیچا ته به د داخلېدو اجازه ور نه کړي.

دا هم ولولئ

معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد …