کورپاڼه / روغتيا / په کورنیو درملو د معدې له درده ځان وژغورئ
د خېټې درد

په کورنیو درملو د معدې له درده ځان وژغورئ

د معدې یا هم د خېټې درد معمولاً ورو ـ ورو ډېرېږي او پرې اخته شخص داسې احساس کوي لکه په بدن یې چې یو کوچنی بال لګېږي. پر هر حال احساس چې هر څنګه وي، وي به خو درد یې بیخي زیات وي او هر څوک هڅه کوي تر څو یې له درده ځان وژغوري. د خوشحالۍ خبره دا ده چې کولی شو په خپل کې د ځینو موادو څخه په ګټې اخیستنې مشکل حل کړو. راځئ چې په اړه یې وغږېږو!

د مڼې سرکه: د مڼې سرکه د معدې د تېزابو په برابر ساتلو کې مرسته کوي. د معدې تېزاب چې د هضم په عملیه کې اړین دي، نه شتون یې په بد هضمۍ کې ډېرې ستونزې را پورته کوي. نو ددې له پاره یوه کاچوغه د مڼې سرکه په یوه پیاله اوبو کې ګډه او و یې څښئ. د معدې تېزاب به مو پوره او د خېټې له درده به وژغورل شئ.

 د خېټې موښل یا هم مساج کول: که چېرې د معدې درد د قبضیت په سبب وي ، د خېټې پورتنۍ برخې ته د یو نرم مساج په ورکولو سره کولی شئ چې د معدې له درده وژغورل شئ او حتی تر دې چې قبضیت مو هم ختمولی شي. د قبضیت د ختمولو له پاره مو د لاس د غټې او شهادت د ګوتې په مرسته خېټه وموښئ، چې په کولمو کې مو خواړه په وړو ټوټو بدل شي.

ډېرې اوبه څښل: د معدې یا خېټې درد اکثره وخت د قبضیت له امله وي او قبضیت د اوبو د کمښت په سبب پېدا کېږي. اوبه د کولمو سربېره د هاضمي سیستم له پاره هم اړینې ګڼل کېږي، چې د غذایي موادو په جذبولو کې مهم رول لري. دغه راز اوبه مو د معدې درد هم کمولی شي.

ادرک ژوول: ادرک د هاضمي سیسټم په فعالیت راولي، نو د ادرکو یوه وړه ټوټه د څو دقیقو له پاره وژوئ، چې د هاضمې سیستم مو پر فعالیت راشي او د خېټې درد مو آرامه شي.

د الو ویرا جوس: که له ډوډۍ خوړلو وروسته مو په معده درد راځي، نو د الو ویرا نیمه پیاله جوس مو درد آرامولی شي.

یخني ښوروا: ویل کېږی چې په یخني ښوروا کې داسې اجزاء شتون لري چې د بدن د حجرو په جوړښت کې مرسته کوي. که چېرې د ناپاکو خوړو، بد هضمۍ او یا هم د ځینو درملو په سبب مو د بدن حجرو ته زیان رسېدلی وي او  پر معده مو درد وي، یوه پیاله ګرمه یخني ښوروا مو له دې مشکل څخه ژغورل شي.

د لیمو اوبه یا هم لیمو دار چای: لیمو د هاضمې سیستم له پاره خورا ګټور ګڼل کېږي. که چېرې له ډوډۍ خوړلو وروسته مو په خېټه درد وي او یا هم ښه احساس نه لرئ، یوه پیاله لیمو دار چای وڅښئ او یا هم یوه کاچوغه د لیمو اوبه له اوبو سره ګډ او وڅښئ، د معدې یا د خېټې درد به مو آرام شي.

یادونه: پورتنۍ لیکنه د عمومي معلومات له  پاره ده، هر هغه څوک چې د معدې درد لري باید ډاکټر ته مراجعه وکړي!

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …