کورپاڼه / روغتيا / د ملا له درد څخه څنګه ځان وژغورو؟
د ملا درد

د ملا له درد څخه څنګه ځان وژغورو؟

ډېری خلک د ملا درد لري ، په ځانګړي توګه هغه خلک چې په دوامداره توګه کار کوي. د ملا درد معمولاً د غلط کېناستلو او څملاستلو په سبب پر ملا د فشار له امله رامنځته کیږي.نو ددې له پاره چې د ملا ځیني ځان وساتو نو پکار ده چې په سهي طریقې سره کېنو، تر څو ملا، غاړه او اوږې مو برابرې وي. سېده کېناستل مو پر ملا د فشار مخنیوی کوي.

د غذایي موادو کمښت، ذهني فشار او بې کاري مو هم د ملا د درد سبب جوړېدلی شي. د ډاکټرانو ځینې مشورې مو هم د ملا له درده خلاصولی شي، چې پۀ لاندې ډول دي.

سم کېناستل: ځینې ​​خلک چې ناست وي یا هم د تګ پر حال وي، دا ورته سخته وي چې خپل سر، اوږې، ملا او غاړه سیده یوسي، چې همدا کړنه یې د ملا په پورتنۍ برخه کې د درد لامل کیږي. د ډاکترانو په وینا له درېوو اونیو پرله پسې هڅو وروسته کولی شو چې د سم  کېناستلو عادت خپل کړو.

د دفتر چاپیریال: که چیرې په کور او یا هم په دفتر کې کار کوئ، چاپیریال مو باید د کار کولو له پاره په بشپړ ډول هوسا او ارامه وي. دغه راز د میز له پاره باید داسې چوکۍ  وټاکل شي، چې ملا، اوږې او سر مو سیده وساتي، تر څو په ملا مو فشار را نشي.

وقفه کول: د ملا درد د دوامداره ناستې په سبب رامنځته کیږي، نو پکار ده چې د کار کولو پر مهال وخت نا وخت وقفه واخلئ. ډېری هغه کسان چې د ملا درد لري په ورځ کې له 8 څخه تر 10 ساعتونو پورې په کمپیوټر کې کار کوي. نو ددې له پاره چې د ملا له درد څخه خوندي واوسو باید په ساعت کې څو دقیقې وقفه واخلو.

ورزش

منظم تمرین یا سپورټ کول: که چیرې تاسې په کور او یا هم په دفتر کې کوئ، نو پکار ده چې په هر ساعت کې څو دقیقې وقفه واخلئ او د وقفې په جریان کې د غاړې اوږو او ملا تمرکز وکړئ او د همدې غړو حرکتونه ترسره کړئ چې په دې سره مو د بدن غړي آرامه ساتل کېږي.

ډېرې اوبه وڅښئ: د اوبو کمښت هم د غاړې او ملا په غړو د فشار سبب کیږي.  له همدې امله په کار ده چې هره ورځ لږ تر لږه 3 لیتره اوبه وڅښئ.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …