کورپاڼه / روغتيا / سهار په نهاره د اوبو څښلو ١٠ حېرانوونکې ګټې
په نهاره اوبه څښل

سهار په نهاره د اوبو څښلو ١٠ حېرانوونکې ګټې

زمونږ بدن په اټکليز ډول 50% اوبو څخه جوړ دى يعنې دا معنا چې اوبه څومره ارزښتمندې دي چې زمونږ بدن سم نيمایي جوړوي؟

د سهار په نهاره د اوبو څښلو لس حېرانوونکې ګټې: ١-: ٨ یا ٩ ساعته خوب کول پرته له اوبو کله چې مونږ راویښ شو زمونږ بدن اوبو ته شدیده اړتيا لري، کم از کم په نهاره ٢ یا ٣  ګیلاسه اوبو څښلو سره مو د بدن اوبه پوره کیږي او ورسره ستاسې د بدن  فعاليت کې مرسته کوي، ددې ترڅنګ مو غایطه موادو په اخراج کې ډیر مهم رول لري، خاص ډول هغه کسان چې قبضیت ولري.

٢-: کله چې سهار کې پاڅيږئ د کمزورۍ، ستړيا او تنبلۍ احساس کوئ، دا د بدن د اوبو د کموالي تر ټولو غوره نښې دي، پکار ده چې اوبو وڅښئ.

٣-: د دماغ يا عصبي وظایفو د تقويې او پياوړتيا لپاره سهار په نهاره اوبه وڅښئ، ځکه چې زمونږ دماغ ٧٠ فيصده له اوبو څخه جوړ دي او د نارمل وظايفو ساتلو لپاره او د حافظې یادښت قوي کولو کې اوبه کافي رول لري او بدن به مو تازه یا فریش وي.

٤-: په خالي معده یا په نهاره اوبه څښل د بدن دفاعي سيستم د تحريکولو او قوي کېدو سبب کیږي چې له وايروسونو سره د مبارزې لپاره چمتو وي.

٥-: زمونږ او ستاسې بدن د هرې عضوې د فعالیت کولو وروسته يو ډول زهرجن لرونکي مواد یا ټوکسيک مواد افرازوي چې د اوبو څښلو سره دغه زهرجن مواد په اسانۍ سره له بدن څخه بهر وځي.

٦-: زمونږ د بدن ميټابوليزم په نارمل ساتلو او چټک کولو کې رول لري، يعنې د هضم او جذب پروسه مو ګړندۍ کوي چې هاضمي سيستم په نارمل ساتلو کې مهم رول لري.

٧-: د وزن کمولو کې مهم رول لري، په خالي معده اوبه څښل مو اشتها کموي، ورسره خوړلو کې کموالى راځي چې د اشتهاء کموالي  ستاسې وزن کمولو کې مهم رول لري او يا هم بدن وزن مو نارمل لیول کې ساتي.

٨-: يوې څيړنې ښودلې چې د ١٢ اونيو لپاره د هر وخت ډوډۍ خوړلو څخه مخکې درې ګيلاسه اوبه څښل مو دوه کيلو وزن کموي.

٩-: که غواړئ شفاف سپين او تازه پوستکى ولرئ، نو له تازه پاکو اوبو استفاده وکړئ، په خاص ډول خالي معده باندې اوبه وڅښئ.

١٠-: په نهاره او کافي اندازه اوبو څښلو سره ستاسې پښتورګي (مثانې) د تيږو څخه مخنيوى کوي او د پښتورګو په نارمل ساتلو کې مهم رول لري.

ليکوال: ډاکټر طارق حبيب

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …