کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا سنجی لیلا بنسالي له خپل فلم څخه ډیپکا پاډوکون ایستلې ده؟

آیا سنجی لیلا بنسالي له خپل فلم څخه ډیپکا پاډوکون ایستلې ده؟

راپورونه وایي، چې د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکي سنجی لیلا بنسالي له نوي جوړېدونکې فلم (بیجو باورا) څخه ډیپکا پاډوکون ایستل شوې ده.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې اداکاره ډیپکا پاډوکون د لږ فیس په سبب په دې فلم کې کار نه کوي.

راپور زیاتوي چې ډیپکا غوښتنه کړې چې هغې ته د خپل خاوند رنویر سینګ هومره روپۍ ور کړل شي. د یادونې وړ ده چې ډیپکا په دې وروستیو کې له هېرو څخه هم د ډېرو روپیو په بدل کې په فلمونو کې کار کوي.

خو اوسمهال سنجی لیلا بنسالي، چې ډیپکا پاډوکون ورسره په ډېرو بریالیو فلمونو کې کار هم کړی، د هغې دغه غوښتنه نه ده او ممکن د هغې پرځای کومه بله اداکاره په فلم کې واخلي.

له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپرېدل چې په دې فلم کې به رنبیر کپور هم کار ونه کړي او پرځای به کارتیک آریان وټاکل شي.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …