کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / شیاومي د سامسینګ شرکت شاته کړ او لومړی مقام یې ترې ونېولو

شیاومي د سامسینګ شرکت شاته کړ او لومړی مقام یې ترې ونېولو

شیاومي، چې د ځیرکو موبایلونو مشهور چینایي شرکت دی، د لومړي ځل لپاره یې د سامسینګ شرکت شاته پرېښود او دغه مقام یې د لږ تر لږه یوې میاشتې لپاره خپل کړ.

راپورونه وایي چې شیاومي د ۲۰۲۱ کال له اپریل څخه تر جونه پورې د لومړي ځل لپاره د نړۍ په کچه د ځیرکو موبایلو دویم لوی شرکت ګڼل شو، خو اوس دغه شرکت لومړی مقام خپل کړ.

راپور زیاتوي شیاومي شرکت په یاده موده کې له سامسینګ او ایپل څخه ډېر ځیرک موبایلونه پلورلي. سربېره پر دې یاد شرکت په جون میاشت کې د میې په پرتله ۲۶ سلنه ډېر موبایلونه پلورلي او په مارکیټ کې ونډه ۱۷.۱ سلنه ده.

دغه راز سامسینګ او ایپل په دې موده کې په ترتیب سره ۱۵.۷ او ۱۴.۳ سلنو ونډې سره دویم او دریم مقام خپل کړی. خو راپور وایي چې د شیاومي دغه مقام شاید لنډمهالی وي ځکه چې د کورونا په سبب د سامسینګ تولیدات اغېزمن شوي.

د یادولو وړ ده چې پر هواوي شرکت د امریکا له بندیزونو وروسته د شیاومي له لورې دغه تشه ډکېږي او راپور وایي چې شیاومي په چین، اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې د هواوي ځای نیسي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …