کورپاڼه / روغتيا / هغه شیان چې باید په یخچال کې ونه ساتل شي

هغه شیان چې باید په یخچال کې ونه ساتل شي

په دې خبره خو موږ ټول په یوه خوله یو، چې یخچال د اوسني دور یو ګټور څیز دی، خو اړینه نه ده چې هر شی دې په یخچال کې کېږدو. ځکه چې روغتیایي کارپوهان وایي چې ځینې شیان په یخچال کې ایښودل زیانمن وي.

کافي: کافي پخپل شاوخوا کې د شیانو د خوشبو د جذبولو وړتیا لري او که چېرته په یخچال کې کېښودل شي، نو نمي او بوی پیدا کوي. آلو: آلو د نشایستې یوه ښه ذریعه ده او ترڅنګ یې فایبر، کلسیم، اوسپنه او ویټامین هم لري، نو که چېرته په یخچال کې کېښودل شي نشایسته یې په شکر بدلېږي.

پیاز: پیاز هم د نشایستې لرونکې دی، خو که چېرته په یخچال کې کېښودل شي نو نمي جذبوي او ژر خرابېږي. شات: شات باید د کوټې په تودوخه کې کېښودل شي که چېرته په یخچال کې کېښودل شول نو اوبه پیدا کوي.

هوږه: که چېرته هوږه په یخچال کې کېښودل شي نو هغه اوبه یا نمي چې هوږه یې لري، د هوږې د خرابېدو لامل کېږي، نو هڅه وکړئ چې په تیاره خو هوا دار ځای کې یې کېږدئ.

سپینه ډوډۍ: سپینه ډوډۍ چې په عموم کې په دوه ورځو کې استعمالېږي، په یخچال کې یې ایښودل ښه نه وي، خو که چېرته کېښودل نو یوازې دا چې کلکه به یې کړي، بلکې خوند یې هم بدلوي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …