کورپاڼه / جالب / په سینګاپور کې هغه شخص ته، چې ماسک یې نه و اچولی، په زړه پورې سزا ور کړل شوه

په سینګاپور کې هغه شخص ته، چې ماسک یې نه و اچولی، په زړه پورې سزا ور کړل شوه

په سینګاپور کې هغه شخص ته، چې ماسک یې نه و اچولی او له کورونا څخه د خوندیتوب اصول یې نه ول پرځای، په زړه پورې سزا ور کړل شوه.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې په سینګاپور کې یو شخص، چې په اورګاډي کې یې سفر کاوه او ماسک یې نه و اچولی، له نېول وروسته د سزا په توګه د رواني ناروغیو روغتون ته وړل شوی.

راپور زیاتوي چې یاد شخص د بریتانیې اوسیدونکی دی او بنجامین ګلن نومېږي، نوموړی په دې باور دی چې ماسک له کورونا څخه په خوندیتوب کې ناکام دی، ځکه خو یې پرته له ماسکه سفر کاوه.

کله چې بنجامین ونېول شو، نو محکمې د ماسک د نه اچولو په جرم هغه ته دا سزا واورول شوه، چې د رواني ناروغیو مرکز ته دې یوړل شي، خو هغه پر ځان ټول لګېدلي تورونه رد کړل او د محکمې پرېکړه یې چټیاټ وبلله.

د یادولو وړ ده چې سینګاپور یو له هغه هیوادونو څخه دی، چې حکومت یې له کورونا څخه د خوندیتوب لپاره پر خلکو ماسک اچول جبري ګرځولي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …