کورپاڼه / جالب / د کاناډا د فوټیال ښځینه لوبډلې لوبغاړې (کوین) لومړنۍ نرښځۍ شوه، چې په المپیک کې د سرو زرو مډال ګټي

د کاناډا د فوټیال ښځینه لوبډلې لوبغاړې (کوین) لومړنۍ نرښځۍ شوه، چې په المپیک کې د سرو زرو مډال ګټي

د ۲۰۲۰ کال د توکیو د اولمپیک سیالیو د ښځینه فوټبال لوبې په پایلوبه کې کاناډا د سویډن لوبډلې ته ماتې ور کړه او د سرو زرو مډال یې وګاټه.

د کاناډا د بریا وروسته په یاده ښځینه لوبډلې شامل لوبغاړي (کوین) هم لومړنۍ نرښځۍ لوبغاړې شوه، چې په اولمپیک سیالیو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کوي.

پنځه ویشت کلنه کوین په ۲۰۱۴ کال د کاناډا ښځینه لوبډلې ته راغله او د ریو اولمپیک په لوبو کې یې د ژېړو مډال هم خپل کړ، خو هغې تېر کال په رسمي ډول اعلان وکړ چې هغه نرښځۍ ده.

هغه له دې وړاندې ښځینه ګڼل کېده، خو کوین وایي چې له ډېره وخته خپل اصلیت اندیښمنه کړې وه او خلکو چې څه ډول ګڼله هغسې نه وه. نوموړې زیاتوي چې د نرښځي په اړه یې د اعلان کولو پرېکړه، ډېره لویه پرېکړه وه ځکه چې په دې ټولنه کې له نرښځیو سره ډېر ځورونکی چلند کېږي.

هغه وایي چې تر اوسه یې مبارزه پای ته نه ده رسېدلې، اوس هم ډېر نرښځیان لوبې نه شي کولی او نه اجازه ور کول کېږي چې په المپیک کې د لوبېدو خوب پوره کړي، نو تر هغې چې ټول دې ډګر ته نه وي راغلي نو مبارزه به جاري ساتي.

د یادولو وړ ده چې په نرښځیو لوبغاړو په عام ډول دا تور پورې کېږي چې هغوی په بدني ډول له ښځو پیاوړي دي، نو د ښځینه په لوبډله کې باید شامل نشي، خو په ۲۰۱۴ کال اجازه ورکړل شوه چې نرښځي به هم د اولمپیک برخه وي او په ۲۰۱۵ کال ورته شرط کېښودل شو، چې له لوبو به دولس میاشتې وړاندې د ټیسټوسټیرون هورمون کموي.

دا هم ولولئ

یوې امریکایي میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په زېږولو ریکارډ جوړ کړ

په امریکا کې یوې میرمنې د ۳۵ کلونو په عمر کې د ۱۱ اولادونو په …