کورپاڼه / هنر او کلتور / د نورا فتحي د جامو قیمت څومره دی؟

د نورا فتحي د جامو قیمت څومره دی؟

د بالیووډ فلمونو اداکارې او تکړه نڅاګرې نورا فتحي له انارکلي جوړې سره ډېره زړه راښکونکې لوپټه یا ټیکری په سر کړی، چې د مینوالو لخوا یې ډېره ستاینه کېږي.

نورا فتحي په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام خپل هغه تصویر او ویډیو خپره کړې، چې هغې ور پکې ښکلې وطني جوړه اغوستې ده او په ډېر لږ وخت کې یې په زرګونه څه چې ان تر میلونه پورې لایکونه واخیستل.

هغه تل هڅه کوي چې ساده او ښې جامې واغوندي او په دې هغه ددې وړتیا لري چې پخپل ځانګړي انداز سره مینوال حیران کړي.

د یادولو وړ ده چې نورا فتحي په دې عکس کې تیت رنګه شنه جوړه اغوستې ده او ترڅنګ سپینه او ښکلې لوپټه یا ټیکری هم په سر کړی دی.

په دې عکس کې لېدل کېږي چې نورا فتحي د هندي ډیزاینر له لورې له تیاره شوې زړه راښکونکې جوړې سره ډېر ساده میک اپ هم کړی او لږې غوندې ګاڼه یې هم اچولي دي. د نورا فتحي جوړه تقربیاً د سل زرو روپیو په شاوخوا کې قیمت لري.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Nora Fatehi (@norafatehi)

 

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …