کورپاڼه / بېلا بېل / امریکایي لوبغاړې په اولمپیک کې ترټولو ډېر مډالونه وګټل

امریکایي لوبغاړې په اولمپیک کې ترټولو ډېر مډالونه وګټل

امریکایي لوبغاړې ایلي سن فیلکس د ۲۰۲۰ کال د توکیو په اولمپیک سیالیو کې د ۴۰۰ میترو په ځغاسته کې د ژېړو مډال وګاټه او په دې سره د (ټری اینډ فیلډ) په سیالیو، هغه لوبغاړې ونومول شوه چې (۱۱) ترټولو ډېر مډالونه یې ګټلي.

راپورونه وایي چې ایلي سن فیلکس د توکیو په اولمپیک سیالیو کې د ۴۰۰ میترو فاصله په ۳ دقیقو ۱۶.۸۵ ثانیو کې ووهله.

د ۴۰۰ میتره د ځغاستې په سیالۍ کې د مډال په ګټلو سره، ایلي سن فیلکس هغه ښځینه لوبغاړې شوه چې ترټولو ډېر (۱۱) د اولمپیک مډالونه یې ګټلي دي.

له دې سربېره امریکا د اولمپیک په سیالیو کې ترټولو ډېر (۳۹) مډالونه ګټلي او په لومړي مقام کې ځای لري. یاده دې وي چې د ایلي سن ریکارډ له دې وړاندې له بل امریکایي لوبغاړې کارل لویس سره، هغې لس مډالونه ګټلي ول.

له امریکا وروسته چین د ۳۸ مډالونو په ګټلو سره په دویم او کوربه جاپان د ۲۷ مډالونو په ګټلو سره دریم ځای لري. دغه راز روسیه او انګلستان د ۲۰-۲۰ مډالونو په ګټلو سره په څلورم او پنځم مقام کې ځای لري.

دا هم ولولئ

هغه ماشومان چې شوخ طبیعت لري هغوی ډېر ځیرک او هوښیار وي

په ماشومانو کې د ټوکو ټکالو حس یا شوخ طبیعت د هغوی د لوړ ذهانت …