کورپاڼه / هنر او کلتور / منوج باجپایي یو وخت له انجونو په تشناب کې پټ شوی و

منوج باجپایي یو وخت له انجونو په تشناب کې پټ شوی و

د هندي فلمونو مشهور اداکار یا هنرمند منوج باجپایي په یوه مرکه کې د خپلې ځوانۍ خاطرې بیان کړي او ویلي یې دي، چې هغه ډېر شرمندونکې او حیادار انسان و.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې منوج باجپایي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې هغه په ځوانۍ له انجونو ډېر شرمېده.

هغه وایي:((زه چې کله دهلي کې د ایل ایس ار د انجونو کالج ته تلم او هلته مې انجونو ته اداکاري ښودله، نو ما کالج ته د انجونو په تګ عجیب احساس کاوه، د انجونو ترمخ به شرمېدم او ځینو انجونو ته به مې ویل چې په ګیټ کې دې په تمه پاتې کېږي.

منوج مخکې وایي، یوه ورځ چې هلته لاړ نو انجونې یې ونه لېدلې، نو یوې کوڅې ته لاړ ترڅو هلته خپل وخت تېر کړي او له انجونو سره لېده، کاته ونه کړي.

نوموړی زیاتوي چې یو ځل د انجونو تشناب ته لاړ، چې په دې وخت کې هلته انجونې ورغلې، نو هغه د شرم څخه تر هغې له تشناب راونه ووت، ترهغې چې انجونې نه وې لاړې.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …