کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په ځیرکو موبایلونو کې درې یا څلور کامرې د څه لپاره وي؟

په ځیرکو موبایلونو کې درې یا څلور کامرې د څه لپاره وي؟

ځیرک موبایل د اوسني دور یوه اړتیا ګرځېدلې، که یې نه منئ نو د موبایل پر استعمال لنډ غوندې نظر واچوئ او ځیرک موبایلونو ځکه تر ډېره بریالي، چې په هغې نوې او عصري کامرې نصب شوي دي.

په ځیرک موبایلونو کې د نوو کامرو آسانتیا د هر چا لپاره د غوره عکس اخیستلو آسانتیا رامنځته کړې او په زړه پورې یې داده چې د ځیرک موبایلونو قیمت هغه کامرو پورې تړاو لري چې ور پکې نصب شوي وي.

خو اوسمهال په ډېرو موبایلونو کې یوه بله ځانګړنه راپیدا شوې، چې هغه ځانګړنه یې د ډېرو کامرو څخه عبارت ده او ډېرو شرکتونو داسې موبایلونه جوړ کړی چې درې او څلور کامرې لري.

پوښتنه داده چې په ځیرک موبایل کې اضافي کامرې د څه لپاره وي؟ ددې پوښتنې ځواب دادی چې دغه کامرې له اصلي کامرې په تمرکز کولو کې مرسته کوي او شاوخوا منظر پکې راتللی شي.

یعنې که چېرته یې په آسانه ډول درته ووایو، کله چې انسان په دواړو سترګو طبیعت ته ګوري نو ډېره ساحه لېدلی شي، خو که یوه سترګه پټه کړي نو په هغه اندازه بیا څه نه شي لېدلي.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …