کورپاڼه / روغتيا / آیا تاسې د نظر له کمزورۍ سره مخ یئ؟ له څو نښو، نښانو څخه یې معلوم کړئ

آیا تاسې د نظر له کمزورۍ سره مخ یئ؟ له څو نښو، نښانو څخه یې معلوم کړئ

نن سبا د نظر کمزوري یو له عامو ستونزو څخه ګرځېدلې او ډېر شمېر کسان په کم عمرۍ کې د عینکو استعمال پیلوي. هغه کسان چې د نظر له کمزورۍ سره مخ وي، نو د عینکو اړوند ستونزو سره مخ کېږي.

که چېرته د سترګو د کمزورۍ لرونکې کسان نوې عینکې واچوي، نو لږ غوندې د سترګو او سر درد احساسوي. نن ورځ په دې لیکنه درته هغه نښې، نښانې در ښیو چې د سترګو د کمزورۍ په اړه په پوهېدو کې راسره مرسته کوي.

زموږ سترګې د یو لینس په ډول کار کوي چې د لېرو او نږدې شیانو لېدلو کې مرسته کوي، خو که چېرته له ستونزو سره مخ شو، نو د سر درد، ستړیا، د اوښکه کولو او د سترګو له سپوروالي سره مخ کېږو.

که چېرته د سترګو په لږ پټولو سره درته هر څه صاف ښکاري نو ددې مطلب دادی چې د سترګو نظر مو کمزوری دی. دغه راز که چېرته مو د تېزۍ روښنایۍ په صورت کې سترګو سوخت کوي نو پوه شئ چې نظر مو کمزوری شوی.

په عموم کې سترګې دوه تصویرونه جوړوي، چې دماغ بیا دواړه یوځای کوي، خو کله چې د کومې سترګې نظر کمزوری شي نو دماغ هم سم تصویر نه جوړوي او د طبیعت د خرابېدو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

له خوب دمخه د ډېرو اوبو څښل زیانمن وي؟

روغتیایي کارپوهان تل ډېرو اوبو پر څښلو ټینګار کوي، ځکه چې ډېرې اوبه د بدن …