کورپاڼه / روغتيا / آیا د شنو سبزیجات له حیرانوونکې روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د شنو سبزیجات له حیرانوونکې روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

د یوه صحت مند ژوند راز په شنو سبزیجاتو کې نغښتي او د استعمال په پایله کې یې د بدن غړي په غوره توګه فعالیتونه کوي، هډوکي، بندونو او عضلې پیاوړي مومي او د پوستکي د ښکلا سبب کېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د هډوکو د پیاوړتیا، د قد د لوړوالي او د مجموعي روغتیا لپاره باید له ماشومتوب څخه په غذایي توکو کې منرالونه استعمال کړو.

په شنو سبزیجاتو د اړتیا وړ غذایي توکي شتون لري، چې بدن ضرورت پوره کوي. دوی زیاتوي چې د قد د لوړوالي، د عضلو او هډوکو د پیاوړتیا او نورو ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره دې د میندې د ماشومانو لپاره په غذا کې شېدې شاملې کړي او د اهمیت په اړه دې ټینګار وکړي.

دغه راز هغه خواړه چې ويټامین ډي، کلسیم او ویټامین کی لري د بېلګې په توګه شېدې، مستې، هګۍ، ماهي، مرخېړي او په شنو سبزیجات کې هم شتون لري.

دغه راز پالک، شلغم، ګازرې، مټر، چغندر، ګلپي او مولۍ د ويټامین کی لري چې د مفصلونو درد ختموي او د بدن لپاره د اړتیا وړ منرالونه برابروي او له ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …