کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شپږیزه: عبداللطیف ایوبي د کابل بازانو او عصمت سنګین د سپین غر زمریانو لوبډلې واخیستې
عبداللطیف ایوبي او عصمت سنګین

شپږیزه: عبداللطیف ایوبي د کابل بازانو او عصمت سنګین د سپین غر زمریانو لوبډلې واخیستې

د شپږیزې کرکټ لیګ د راتلونکي پړاو سیالیو لپاره عبداللطیف ایوبي د تېر کال په څېر سږکال یو ځل بیا د کابل بازانو لوبډلې مالکیت ترلاسه کړ او د سپین غر زمریانو لوبډله بیا عصمت سنګین واخیسته.

عبداللطیف ایوبي چې تېر کال هم د کابل بازانو لوبډلې مالک و، په یو پوسټ کې لیکلي دي، چې هغه سږکال یو ځل بیا د کابل بازانو لوبډلې مالکیت ترلاسه کړ.

کابل بازانو لوبډلې تېر کال د شپږیزې کرکټ لیګ اتلولي هم خپله کړې وه، رحمان الله ګربز تېر کال د دغه لوبډلې کپتان و او ښايي سږکال هم نوموړی د یادې لوبډلې کپتان پاتې شي.

بلخوا ځوان سوداګر عصمت الله سنګین بیا په شپږیزه کرکټ لیګ کې د سپین غر زمریانو لوبډله اخیستې ده او سږکال به نوموړی د دغه لوبډلې مالک وي.

د یادولو وړ ده چې سږکال چې د شپږیزې کرکټ لیګ سیالۍ په کومه نېټه ترسره کېدونکې وې، کرکټ بورډ د کورونا له امله لغوه کړې، اوس بیا معلومات نه دي ورکړل شوي چې دا سیالۍ به څه وخت ترسره شي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …