کورپاڼه / بېلا بېل / لیونل میسي د بارسلونا په پرېښودو وژړل

لیونل میسي د بارسلونا په پرېښودو وژړل

لیونل میسي د یو مطبوعاتي کنفرانس یا غونډې پرمهال، چې د بارسلونا کلب د پرېښودو اعلان یې کاوه، په ژړا شو.

د فوټبال د نړۍ مخکښ ستوري لیونل میسي د خبري غونډې پرمهال په اوښلنو سترګو د بارسلونا د پرېښودو خبر تایید کړ او ویې ویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دې اړه فکر کوي چې د کلب د پرېښودو په اړه څه ووایي.

هغه وایي چې دا رښتیا دي چې له ماسره د خبرو کولو لپاره هیڅ هم نشته، چې زه یې د کلب پرېښودو په اړه ووایم.

میسي زیاتوي چې له دومره کلونو وروسته دغه پرېکړه زما لپاره ډېره ستونزمنه ده، ما ټول ژوند له بارسلونا سره تېر کړ او په ایماندارۍ وایم چې زه ددې پرېکړې لپاره تیار نه وم، خو اوس باید خدای په اماني وکړم، بارسلونا زما کور و او تل به وي.

د مطبوعاتي غونډې پرمهال ۳۴ کلن لیونل میسي خپل احساسات کنترول نه شو کړای، ویې ژړل او په یاده غونډه کې ټولو ګډون کوونکو د هغه ستاینه او بدرګه په چکچکو سره وکړه.

 

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …