کورپاڼه / خبرونه / پاکستان څه غواړي؟
پاکستان څه غواړي

پاکستان څه غواړي؟

د راتلونکي سپټمبر مياشت په لومړۍ نېټه افغانستان له پاکستان سره د سوپر ليګ پړاو دريو يوه ورځنيو لوبو سيريز پيلوي چي سريلانکا هيواد کي ترسره کيږي. اوس او له وړاندي د پاکستان هڅه دا وه چي دغه سيريز اول لغوه او يا هم و ځنډوي چي يادو دواړو هڅو کي تر دې دمه ناکام ثابت سوی دی.

د ترلاسه سوو معلوماتو له مخي پاکستاني کرکټ بورډ په دې وروستيو کي له افغان بورډ څخه د دې سيريز د ځنډېدو غوښتنه په بار بار وکړه چي د افغانستان لخوا رد سوي او د سياليو د پر وخت ترسره کېدو تصميم نيول سوی دی.

پاکستان له دې بېره لري چي افغان لوبډله به د دې هېواد په وړاندي ښې لوبي کوي او يا به ورته ماته ورکوي، ځکه چي ۲۰۱۹ کال نړيوال جام تمریني او رسمي لوبي څخه يې بېره پيدا سوې ده.

دا هڅي پخپله په کور دننه او آن په افغان بورډ کي دننه هم ځينو کړيو وکړې چي دغه سيريز زيانمن کړي، ځينو خو تبليغ کاوه او د لوبغاړو د روحيې کمزوري کولو هڅي يې کولې. دغه اشخاصو به تل لوبغاړو ته ويل چي افغان لوبډله پاکستان څخه لوبه نه سي ګټلای، چي موخه يې د لوبغاړو د روحيې کمزوري کول وو.

د افغانستان او پاکستان راتلونکی سيريز د افغانستان د کرکټ په تاريخ کي يو مهم سيريز دی چي افغانستان اوس مهال ورته بشپړ چمتووالی لري او روانه اونۍ کي به لوبډله سريلانکا ته سفر وکړي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …