کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته د ٣٠٨ منډو هدف وټاکه
ويسټ انډيز او افغانستان

ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته د ٣٠٨ منډو هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې څلور ورځنۍ تمريناتي لوبه ترسره کېږي، چې نن د ويسټ انډيز دويمه پاڼۍ هم پاى ته ورسېده.

ويسټ انډيز په خپله دويمه پاڼۍ کې ٢٩٧ منډې ترلاسه کړې، چې سنيل امبريس ٦٦ او روسټون چيس ٥٧ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د افغانستان لپاره حمزه هوتک ٤، ضيا الرحمان اکبر او دولت ځدراڼ ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز همدا راز افغان لوبډلې ته د بريا لپاره د ٣٠٨ منډو هدف وټاکه.

ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ١٦٨ منډې کړې وې، چې له ډلې يې کريګ بريتوېټ ٤٦ او شيمرون هيټماير ٣٨ منډې ترلاسه کړې وې. د افغانستان لپاره بيا حمزه هوتک ٤، يمين احمدزي ٣ او ضيا الرحمان اکبر ٢ لوبغاړي سوځولي و.

په ځواب کې يې افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ١٥٨ منډې ترلاسه کړې، چې جاوېد احمدي ٥٦ او اکرام علي خېل ١٨ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د ويسټ انډيز لپاره جوميل واريکن ٥ او راهکيم کورنوال ٤ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو ده چې نن د لوبې دريمه ورځ وه، چې تر غرمې ډوډۍ پورې د ويسټ انډيز دويمه پاڼۍ پاى ته ورسېده، افغانستان نن نيمه ورځ او سبا پوره ورځ لري، تر څو د ٣٠٨ منډو هدف پوره او په څلور ورځنۍ تمريناتي لوبه کې بريا خپله کړي.

د يادولو ده چې افغانستان او ويسټ انډيز د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې يوازينۍ ټېسټ سيالي ترسره کوي، چې دغه ټېسټ سيالي به د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …