کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مارشال دوستم: زه فراري نه یم، که بدن کې مې یو څاڅکی وینه هم وي د خپلو خلکو دفاع به کوم
دوستم

مارشال دوستم: زه فراري نه یم، که بدن کې مې یو څاڅکی وینه هم وي د خپلو خلکو دفاع به کوم

په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه او ویډیوګانې خپرېږي، چې ویل کېږي د مارشال عبدالرشید دوستم کور او اسپ خانه طالبانو نیولې ده او اوس پکې طالبان دي.

د هغه په کور کې دننه او اسپ خانه کې طالبان لیدل کېږي، په دغه ویډیوګانې کې هغوی وايي، چې د عبدالرشید دوستم په کور کې دی او دا هر څه د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي.

همدا راز د هغه په کور کې د طالبانو په یو عکس کې دا هم لیدل کېږي، چې یو طالب د هغه دریشي په تن کړې ده او نن ټوله ورځ په فېسبوک کې دا عکس د خلکو له خوا ښکته پورته کېده.

مارشال عبدالرشید دوستم اوسمهال په کابل کې دی او ویل کېږي چې له ولسمشر غني سره یې هم ناسته کړې ده او د هېواد په وروستي حالت ورسره غږېدلی او د حل لارې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

بلخوا بیا د عبدالرشید دوستم لور راحله دوستم د هغه یو عکس په ټویټر کې خپور کړی دی او د هغه له قوله یې لیکلي دي چې: ((زه فراري نه یم، که بدن کې مې یو څاڅکی وینه هم وي د خپلو خلکو دفاع به کوم.))

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …