کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی: قسم چې طالب پنجابی نه وای، نن مې اتڼ کاوه
جاوېد ساپی

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی: قسم چې طالب پنجابی نه وای، نن مې اتڼ کاوه

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي جاوېد ساپي په خپل یو پوسټ کې ویلي دي چې که چېرته طالب پنجابی نه وای، نو هغه به نن اتڼ کولو.

هغه دا خبره د هغه عکس سره لیکلې ده، په کوم عکس کې چې لیدل کېږي چې طالبانو د مارشال عبدالرشید دوستم کور نیولی دی او یو طالب پکې د دوستم دریشي هم په تن کړې ده.

جاوېد ساپي د دوستم په کور کې د طالبانو دغه عکس په خپل فېسبوک اکاونټ کې خپور کړی دی او د خپلو خبرو پیل یې د پښتو د یوې ټپې څخه کړی دی: ما درته ویل بوره به یې نه کړې، د یارانې خبرې ډېرې ګرانې دینه.

له هغه وروسته جاوېد ساپي لیکلي دي: ((والي نه منم، رییس امنیت ملي نه منم، د مرکزي حکومت هیڅ پرېکړه نه منم، خو امتیاز له هر چا ډېر اخلم. څوک چې د نظام د ملا په تیر کې د ماتې مورې د درد په توګه وجود لري، همداسې به ملا کړوپي او بېکاره وي. قسم چې تالب پنجابی نه وای، نن مې اتڼ کاوه.))

د یادولو وړ ده چې د دوستم په کور کې د طالبانو دغه عکس په ټولنیزو رسنیو کې له پرون راهیسې ډېر ښکته پورته کېږي، چې د هغه د مارشالۍ دریشي پکې یو طالب اچولې ده، همدا راز د دوستم په کور کې جوړې شوې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …