کورپاڼه / جالب / یوې معلولې جوړې، په داسې حال کې چې پر ویلچر ناست ول، واده وکړ

یوې معلولې جوړې، په داسې حال کې چې پر ویلچر ناست ول، واده وکړ

په هند کې یوې معلولې جوړې، چې د ملا تیر یا د نخاعي د ټپ په سبب معلول شوي ول، پر ویلچر واده وکړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د هماچل پردیش ایالت اوسیدونکی ششي پال له نن څخه اوه کاله وړاندې په یو ترافیکي پېښه کې د نخاعي د ټپ سبب معلول شو او له هماغه راهیسې د ګرځېدو نه دی.

دغه راز دې ورته پېښه د بهار ایالت له اوسیدونکژ سونم سره هم وشوه. سونم د کور له بامه راولوېده او د ملا تېر یې زیانمن شو او له هغې وروسته نوموړې هم معلول شوه.

راپورونه زیاتوي چې ششي پال او سونم په د ختیځ پنجاب په مرکز د چندي ګړ په یو روغتون کې د درملنې لاندې ول، همالته د دواړو لېده، کاته وشول او یو بل یې خوښ کړل.

کله چې د دواړه درملنه وشوه، که څه هم ددې وړ نه شول چې هغوی دې وګرځي، خو پر ویلچر د ګرځېدو وړ وګرځېدل او دواړو په داسې حال کې چې ویلچر ناست ول، واده یې وکړو.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …