کورپاڼه / جالب / په سعودي عربستان کې د اوښانو سیالي پیل شوه؛ جایزې به مو حیران کړي

په سعودي عربستان کې د اوښانو سیالي پیل شوه؛ جایزې به مو حیران کړي

په سعودي عربستان کې د دریم ولیعهد په نوم د اوښانو میله، چې تېره ورځ پیل شوه، د جایزو لپاره ځانګړې شوې پیسې به مو حیران کړي.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې د دریم ولیعهد په نوم د اوښانو میله، چې تېره ورځ له طایف څخه پیل شوه، د جایزو لپاره یې ۵۳ میلونه سعودي ریال ځانګړي کړي دي.

په دې میله کې د جایزو لپاره ځانګړې شوې روپۍ د لوبو په سیالۍ کې ترټولو لوړې جایزې ګڼل کېږي، په دې سیالیو کې به سیمه ییز، عربي او د نړۍ په کچه د اوښانو څښتنان په دوو پړاوونو یعنې په لومړي او وروستي پړاو کې مقابله وکړي.

په مجموعي ډول دې سیالیو ته ۵۳۲ ړاوندونه یا چکرونه ځانګړي شوي، په میله کې به یو میلون ریاله جایزې ور کړل شي او د هغه اوښ خاوند ته به د ولیعهد له لورې یوه توره او میلون ریاله ور کړل شي چې ډېرې نمرې یې اخیستې وي.

د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې ددې سیالۍ لومړنی پړاو به له ۳۲۰ نومرو څخه پیل شي او یوولس ورځې وخت به ونیسي، له دې وروسته به د میراتن نومرې په اتو نومرو مشتمل وي.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …