کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جمهوریت پلاوی بیا دوحې ته ځي
عبدالله عبدالله

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د جمهوریت پلاوی بیا دوحې ته ځي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ نن ماښام د جمهوریت پلاوی یو ځل بیا دوحې ته ځي، تر څو د افغانستان د سولې په قطر کې لیدنې وکړي.

د رسنیو د راپورونو په وېنا، د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري به د جمهوریت پلاوي سره قطر ته لاړ شي.

سرچینو ویلي دي، چې دا پلاوی به د اګست په ۱۰مه نېټه، یعنې سبا د هغه هېوادونو له استازو سره ناستې وکړي، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې دخیل دي.

همدا راز په بله ورځ، یعنې د اګست په ۱۱مه نېټه به د ترویکا غړو هېوادونو (امریکا، چین او روسیې) استازو سره هم لیدنې وکړي او د افغان سولې په اړه به ورسره وغږېږي.

د یادولو وړ ده چې د جمهوریت دا پلاوی په داسې وخت کې قطر ته سفر کوي، چې په افغانستان کې جنګونو زور اخیستی دی او د سولې خبرې د خلکو له ذهن نه وتلې دي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …