کورپاڼه / روغتيا / له ذهني فشار څخه د ژغورلو آسانه لارې چارې

له ذهني فشار څخه د ژغورلو آسانه لارې چارې

ذهني فشار یو داسې حالت دی چې هر ساکښ ورسره مخ کېږي، د بېلګې په توګه په کارونو کې ستونزې، مالي مشکلات، روغتیایي ستونزې، رواني ستونزې او نور. د ذهني فشار په سبب ډېر شمېر خلک د یوازیتوب احساس کوي او ژوند ورته ستونزمن کېږي.

د ذهني فشار نښې، نښانې عبارت دي له ستړیا، سر درد، د خېټې خرابوالی، د عضلو شخوالی، د لوږې کمښت یا ډېرښت، غاښونه چیچل، په ګډ ژوند کې بدلون او د سر ګرځېدل یا د زړه بدوالی.

اوس پوښتنه داده چې څه ډول کولی شو چې خپل ذهني فشار کم کړو. څېړنو ښودلې ده چې هره ورځ ورزش کول د ذهني فشار د کموالي سبب کېږي او ترڅنګ یې په بشپړ ډول خوب کول هم د فشار په کمولو کې مرسته کوي.

دغه راز که چېرته ښه او مناسب خوراک وکړو، نو پر طبیعت مو مثبتي اغېزې کوي. بل لوري ته څېړنو ښودلې چې له نورو سره مرسته کول او د کور په کارونو کې برخه اخیستل ذهني فشار کموي.

د ټولنیزو رسنیو ډېر استعمال د ذهني فشار لامل کېږي، نو که چېرته د ټولنیزو رسنیو وخت لږ محدود شي نو تر ډېره به مثبت تمام شي. دغه راز که چېرته د ټولو هڅو سربېره بیاهم ستاسې ذهني فشار کم نه شي، نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …