امریکايي ډالر چې له تېرو دوو ورځو راهیسې مخ په بره روان دي، تازه یې په نرخ کې یوه افغانۍ نور هم زیاتوالی راغلی او نن د (۱۸ اسد ۱۴۰۰ \ ۹ اګست ۲۰۲۱) د دوشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې په ۸۱.۱۰ افغانیو دي.
همدا راز یورو په ۹۴.۷۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۱۱.۳۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۸۶.۷۰ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۵۸ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۶۳.۲۰ افغانۍ دي.
د ډنمارک کرون په ۱۲.۴۰ افغانۍ، د ناروې کرون په ۸.۸۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۹ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۱.۳۰ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۱.۹۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۵۳ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۰.۵۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۰۰ افغانۍ دی.
د ترکیې لېره په ۹.۸۵ افغانۍ، د چین ین په ۱۱.۶۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۱۰ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۱۸ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۰۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۷ افغانۍ دي.
د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.